د ناټو عمومي منشي: طالبان نشي کولی چې د جګړې په ډګر کې ګټه وکړي

سلام ټایمز

بروسلز -- د ناټو د چارشنبې د ورځې /د لړم ۲ مه/ د یوې اعلامیې په اساس، د دغې اتحادیې عمومي منشي،‌ ینس ستولتنبرګ، له افغان امنیتي ځواکونو او د سولې پروسې سره د ناټو د ملاتړ په تکرارولو سره وویل، چې طالبان نشي کولی چې جنګ په نظامي لاره وګټي.

ستولتنبرګ په بروسلز کې وویل، «د ناټو متحدین مرسته برابروي، خو د سولې پروسې سره زمونږ تر ټولو ډېره مهمه مرسته دا ده چې طالبانو او نورو یاغیانو ته یو روښانه پیغام ور ولېږدوو چې هغوی نشي کولی چې د جګړې په ډګر کې ګټه وکړي،»

نوموړي په طالبانو غږ وکړ چې د مذاکراتو مېز ته دې راشي.

هغه وویل، «ناټو د داسې هڅو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې شخړې ته یوه سیاسي او سوله ییزه حللاره ومومي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500