ځانګړیو پولیسو په کندهار کې د طالبانو د ډلې یو جیګپوړی غړی ونیو

سلام ټایمز

کندهار -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د لړم ۱۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د پولیسو د ځانګړیو واحدونو عمومي قوماندانۍ د طالبانو یو مشر، ملا باران، د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر وخت ونیو.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات د دوشنبې په ورځ /د لړم ۱۴مه/ په موت کلا کلي کې ترسره شول.‌

اعلامیه زیاتوي چې له دې جلا، د پولیسو د ځانګړیو واحدونو د عمومي قوماندانۍ منسوبینو د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په پل کندهاري سیمه کې یو موټرسایکل، چې چاودېدونکي مواد په کې ځای پرځای شوي ول، شنډ کړ، خو د دغو عملیاتو د وخت په هکله یې څه نه دي لیکلي.

اعلامیه په لاس جوړو چاودېدونکو توکو ته په اشارې لیکي، «دغه ډول کشفونه د په لاس جوړو چاودېدونکیو وسیلو له بریدونو څخه، چې په بې توپیره ډول تلفات رامنځته کوي، د ملکي خلکو د ژغورنې په برخه کې، د افغان ملي امنیتي ځواکونو زیاتېدونکې وړتیا په ګوته کوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هیله ده چې هغوی له جیګپوړو نه پرته نور طالبان هم ونیسي او ویې وژني.‌

ځواب ورکړئ