افغان ځانګړیو پولیسو په هلمند کې ۷ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د وري ۱۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د پولیسو د ځانګړیو واحدونو عمومي قوماندانۍ په هلمند ولایت کې د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ تنه اورپکي چې د ځانمرګو بمي بریدونو د پلانولو مسؤل ول، وژلي دي.

اعلامیه د عملیاتو د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته لیکي، چې دغه عملیات د نهر سراج ولسوالۍ په شوراکي کلي کې ترسره شول.‌

اعلامیه زیاتوي، چې پولیسو یو په چاودېدونکو توکو سمبال موټر او بېلابېل ټوپکونه ونیول.

پولیسو ته هېڅ تلفات نه دي ور اوښتي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500