ناټو د ملکي تلفاتو په هکله له راپورونو څخه وروسته په هلمند کې د هوایي برید څېړنه کوي

ای اېف پي

کابل -- ناټو د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۷ مه/ وویل، هغوی د هغو راپورونو په هکله څېړنه کوي چې وايي په هلمند ولایت کې ترسره شوي یوه هوایي برید ښایي ملکي خلک وژلي وي.

د راپورونو په اساس، دغه برید د سې شنبې په ورځ ناوخته /د لیندۍ ۶ مه/ د افغان ځانګړیو ځواکونو او طالب یاغیانو ترمنځ د جګړې په ترڅ کې ترسره شو.

ناټو وویل، په میدان کې موجودو امنیتي ځواکونو هغه وخت د هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه چې اورپکو له درنو وسلو څخه کار واخیست او هغوی یوې نژدې کلا ته په شاتګ وکړ.‌

ناټو په یوه اعلامیه کې وویل، «ځمکنی ځواک د کلا دننه یا خواوشا کې د کومو ملکي کسانو د موجودیت په هکله خبر نه وو، هغوی یوازې دا لیدل چې طالبان ودانۍ د یوه جنګي مورچل په توګه کاروي،»

اعلامیه زیاتوي، «طالبان لا له پخوا راهیسې له ملکي خلکو، او په ځانګړې توګه له ماشومانو، څخه د سپر په توګه کار اخلي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500