کابل -- د افغانستان د دفاع وزارت د جمعې په ورځ /د سلواغې ۵ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې دغه وزارت د هغو راپورونو څېړنه کوي چې وایي په هلمند ولایت کې په یوه هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۶ تنه ملکي کسان وژل شوي دي.
د وزارت په اعلامیه کې راغلي، «ځینې راپورونه خپاره شوي چې وایي ملکي خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي، او د دفاع وزارت یو پلاوی تشکیل کړی چې د ملکي تلفاتو جدي څېړنه ترسره کړي،»
وزارت او ناټو وویل، افغان ځواکونو، چې د ایتلاف هوایي ملاتړ ورسره وو، د چارشنبې په ورځ ناوخته /د سلواغې ۳ مه/ په سنګین ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کول چې دغه هوایی برید وشو.
په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت وویل چې هغوی دغه ادعاوې څېړي.