مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د یکشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د افغان ملي اردو یو پخوانی غړی، له طالب اورپکو سره د ارتباطاتو لرلو په شک ونیو.
په اعلامیه کې راغلي، چې مشکوک کس، چې د میر احمد په نامه یاد شوی، او اصلاً د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکی وو، درې کاله مخکې په هلمند ولایت کې له طالبانو سره یو ځای شو.
چارواکو وویل، چې افغان ځواکونو لږ وروسته له هغه نوموړی ونیو چې د شنبې په سهار /د لیندۍ ۱۰مه/ میمنې ته راستون شو.