د ملي امنیت ریاست ځواکونو په ننګرهار کې د داعش ځایي مشر وواژه

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت ریاست ځواکونو د یکشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۸مه/ د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ لپاره د داعش محلي مشر په سره رود ولسوالۍ کې وواژه.

په اعلامیه کې راغلي، چې چارواکو د مشکوک کس نوم داود لالا یاد کړی، چې په جلال اباد ښار کې د یو شمېر ترهګریزو فعالیتونو د پلانولو مسؤل وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500