لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د جمعې په ورځ /د لیندۍ ۲۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت ریاست ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۲ تنه طالب اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دا عملیات د چارشنبې په شپه /د دسمبر په ۱۲ مه/ د خوګیاڼو ولسوالۍ په زاوه سیمه کې ترسره شول. لږ تر لږه څلور اورپکي ټپیان شول.
د اعلامیې په اساس، عسکرو د اورپکو اړوند تجهیزات، وسلې، مهمات او همدارنګه شپږ پټنځایونه ویجاړ کړل.
چارواکو وویل چې ملکي خلکو ته هېڅ زیان نه دی رسیدلی.