افغان ځواکونو په بلخ کې ۱۶ طالب جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په بهیر کې په بلخ ولایت کې لږ تر لږه ۱۶ تنه طالب اورپکي ووژل او ۱۲ نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات په کیشنده، چاربولک او چمتال ولسولیو کې ترسره شول.

اعلامیه وایی چې افغان ځواکونو ۹ تنه نور اورپکي ونیول او زیاتوي چې هېڅ ملکي کس ته زیان نه دی رسېدلی.

د اعلامیې په اساس، یوازې د تېرو دوه اونیو په ترڅ کې په بلخ ولایت کې د ۹ محلي قوماندانانو په شمول لږ تر لږه ۲۳۰ تنه طالب یاغیان وژل شوي دي.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500