په کندهار کې ګډو عملیاتو اورپکو ته ډېر تلفات ور واړول

سلام ټایمز

کندهار -- د افغان ملي اردو ۲۰۵ اتل قول اردو د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۶مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې افغان ځواکونو، چې د ایتلاف هوایي ملاتړ ورسره وو، په کندهار ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۲ تنه اورپکي ووژل او ټپیان کړل.‌

اعلامیه د وخت په هکله د معلوماتو له ورکولو څخه وایي، چې دغو عملیاتو، چې په میوند ولسوالۍ کې ترسره شول، د اورپکو وسلې هم ویجاړې کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جنګ بس کړئ! له نورو سره مذاکرات وکړئ.‌ جنګ ګټه نه لري.‌

ځواب ورکړئ