افغان ځواکونو په هلمند کې لږ تر لږه ۱۱ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۵ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل،‌ چې افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې لږ تر لږه ۱۱ طالب اورپکي ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي، چې افغان پولیسو په وزیر منډه لویه لاره تصفیوي عملیات ترسره کړل چې لږ تر لږه درې طالب اورپکي یې په کې ووژل.

اعلامیه یادوي،‌ «په دې پېښه کې د طالبانو څلور پټنځایونه ویجاړ او څو کلي له وسله والو طالبانو څخه پاک کړای شول،»

په همدغې اعلامیه کې راغلي چې له دې جلا، افغان هوایي ځواک د کجکي ولسوالۍ په لاورخېل کلي او د نهر سراج ولسوالۍ په قلعه ګاز کلي کې د طالبانو پټنځایونه په نښه کړل،‌ چې د دغې ډلې د دوه محلي قوماندانانو په شمول یې لږ تر لږه اته طالب جنګیالي ووژل.

دغه برید د اورپکو وسلې او موټرونه ویجاړ کړل.

چارواکو د عملیاتو د وخت په هکله جزیات ور نه کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500