د افغان هوایي ځواکونو برید په فاریاب کې لږ تر لږ ۱۰ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزار شریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغان هوایي ځواک بریدونو د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۳۰ مه/ په فاریاب ولایت کې لږ تر لږه ‍۱۰ تنه طالب اورپکي ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه بریدونه د سهار خواوشا ۱۱ بجې د ګرزیوان ولسوالۍ په علي اباد کلي کې ترسره شول.

اعلامیه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د طالبانو یو محلي قوماندان ملا نجیب هم شامل دی.

اعلامیه وایي، چې دغو هوایي بریدونو د اورپکو درې پټنځایونه او وسلې ویجاړ کړل. ملکي خلکو ته هېڅ زیان نه دی ور رسېدلی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نظرونه مختلف دي.

ځواب ورکړئ