د غني استازی وایي، 'مونږ ۲۰۱۹ د افغانستان لپاره د سولې کال نوموو،'

سلام ټایمز

اسلام اباد -- د سیمه ییزو چارو او سولې لپاره د ولسمشر اشرف غني نوی ځانګړی استازی، محمد عمر داودزی، ۲۰۱۹ کال په افغانستان کې د هیلې او سولې د کال په نامه یادوي.

داودزي، چې په خپل نوي رول کې پاکستان ته په لومړني سفر تللی دی، د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۹مه/ اسوسیټېډ پرېس ته وویل، «مونږ ۲۰۱۹ د افغانستان لپاره د سولې کال په نامه نوموو».

طالبانو دا رد کړې چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې ترسره کړي، خو داودزي خبرداری ورکړ چې له کابل سره د یادې ډلې له خوا د مذاکراتو ترسره کولو لپاره له موافقې پرته سوله ناشونې ده.‌

هغه په پاکستاني مشرانو تاکید وکړ چې طالبان دې ته وهڅوي چې د مذاکراتو مېز ته راشي او «هغوی دې ته جوړ کړي چې پوه شي چې دا د هغوی په ګټه ده».‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500