هوایي‌ برید په بلخ کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان په ګډون ۲۱ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې یوه هوایي برید د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د دغې ډلې د یوه مهم قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۲۱ تنه طالب اورپکي ووژل.‌

په اعلامیه کې د پېښې په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته راغلي، چې مولوي عبدالبصیر، چې د بدر په نامه هم مشهور وو، په ډېرو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.‌

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500