افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش ۳۵ جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د چارشنبې په ورځ /د کب ۱۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د داعش تر ۳۵ پورې غړي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه ځمکني او هوایي عملیات د سې شنبې په ورځ ناوخته /د کب ۱۴مه/ په بټي کوټ ولسوالۍ کې ترسره شول.

چارواکو وویل چې عسکرو د عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو اړوند چاودېدونکي مواد او د سړک د غاړې بمونه ویجاړ کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500