واشنګټن -- د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان، جنرال جوزېف ل. ووټل، د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱۶مه/ وویل، امریکایي ځواکونو ته دا امر نه دی شوی چې له افغانستان څخه وځي.
ووټل د متحده ایالاتو د ولسي جرګې د وسله والو خدمتونو کمېټې ته وویل، «مونږ ته د راوتلو هدایات نه دي راکړل شوي. داسې څه حکمونه نشته چې کوم څه دې را واېستل شي،»
هغه وویل، «په هغه ځای کې چې مونږ په کې اوسمهال د سیاسي حالات په جوړجاړي کې یو او راوتل په ګټه کې نه دي. دا پرېکړې باید تر ډېره د مشخصو وختونو پر ځای د شرایطو په اساس وشي او په کار دی چې سیاسي پرمختګ په پام کې ونیول شي».
ووټل وویل، «زما مشوره دا ده چې په افغانستان کې د ځواکونو د کمولو لپاره هره پرېکړه باید زمونږ د ایتلاف له شریکانو او البته د افغانستان حکومت سره په پوره مشوره کې وشي،»