لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغان هوایي ځواک یوه برید یکشنبه ناوخته /د کب ۲۶مه/ په ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۷ طالب اورپکي ووژل.
د دغې اعلامیې په اساس، د افغان ځانګړیو ځواکونو یوې څرخکې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د طالب اورپکو یو ګروپ، چې د بمونو جوړولو او د ځانمرګو بمي بریدګرو د چمتو کولو وظیفه یې پر غاړه لرله، په نښه کړ.
چارواکو وویل، عسکرو د اورپکو یو شمېر وسلې ضبط کړې.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه تبصره نه ده کړې.