لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د وري ۸ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۵ غړي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې برید د چارشنبې په ورځ /د وري ۷مه/ د اچین ولسوالۍ په باغ دره او بندر سیمو کې ترسره شو.
دا تازه برید وروسته له هغه وشو چې افغان ځواکونو د دوشنبې په ورځ /د وري ۵ مه/ په عین ولسوالۍ کې د ۱۴ ساعته اوږدو عملیاتوپه ترڅ کې تر ۸۷ پورې داعشي جنګیالي ووژل.