لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د سې شنبې په ورځ /د وري ۶ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځانګړیو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې په عملیاتو کې د داعش لږ تر لږه ۸۷ غړي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه ۱۴ ساعته اوږده عملیات د دوشنبې په ورځ /د وري ۵ مه/ په اچین ولسوالۍ کې ترسره شول.
اعلامیه وایي، چې افغان ځمکنیو ځواکونو، چې د افغان هوایي ځواکونو ملاتړ ورسره وو، په دې ولسوالۍ کې د اورپکو ۲۶ پټنځایونه او پنځه عملیاتي مرکزونه ویجاړ کړل.