مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د وري ۸ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو په بغلان ولایت کې په یوه نښته کې څلور طالب جنګیالي ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل.
په اعلامیه کې راغلي، چې جنګ د چارشنبې په ورځ /د وري ۷ مه/ د ماسپښین خواوشا ۳ بجې د ولایت د مرکز پلخمري په باغ شمال او ملایان سیمو کې ونښته.
د اعلامیې په اساس، افغان سرتېرو ته تلفات ور وانه وښتل.