کابل -- د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ /د وري ۸ مه/ وویل، په پام کې ده چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل وروسته له هغه چې هغه له پاکستانسره د دپلوماتیک جنجال په سر راغوښتل شوی وو، بېرته خپل کار ته ستون شي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دې اونۍ په لومړیو کې وړاندیز وکړ چې د یوه موقت افغان حکومت جوړونه به له طالبانو سره د سولې خبرو ته لاره هواره کړي، چې کابل پرې د احتجاج په ترڅ کې مشعل له اسلام اباد څخه راوغوښت.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، چې د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خان د خبرو په هکله سپیناوی وړاندې کړ، پرېکړه کړې چې مشعل بېرته ولېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د وري ۷ مه/ وویل، د خان هدف «د پاکستان بېلګه وړاندې کول وو، چې په کې انتخابات تر یوه موقت حکومت لاندې ترسره کیږي. دا خبرې باید داسې وانه خیستل شي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلل شي».