د ایتلاف هوایي برید په هلمند کې ۵ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

هلمند -- د ولایت د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ /د وري ۱۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید په هلمند ولایت کې لږ تر لږه پنځه طالب اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د دوشنبې په ورځ په موسی کلا ولسوالۍ کې ترسره شول.

اعلامیه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د حافظ رشید په نامه د طالبانو یو محلي مشر چې د رسنیزو فعالیتونو مسؤل وو، شامل دی.

اعلامیه وایي، چې د طالبانو یو بل محلي مشر سخت ټپي شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500