خلیلزاد وویل چې متحده ایالات په افغانستان کې د سولې په لټه کې دي نه د وتلو

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۸ مه/ وویل چې متحده ایالات هڅه کوي چې یو سیاسي حل رامنځته شي او د بهرنیو ځواکونو وتل به د شرایطو په پام کې نیولو سره ترسره کیږي.

خلیلزاد د افغانستان د سولې د هڅو د برخې په توګه له تېر لړم راهیسې د خپلې شپږمې کتنې په لړ کې په کابل کې دی.

خلیلزاد له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې وویل، «مونږ هڅه کوو چې سوله او یو سیاسي حل رامنځته شي، نه دا چې اخراج ترسره شي. مونږ داسې سوله غواړو چې وتلو ته لاره هواره کړي.»

هغه دا اوازې رد کړې چې خارجي ځواکونه به د سولې له موافقې څخه مخکې وځي.

خلیلزاد وویل چې د متحده ایالاتو حضور او وتل دواړه د معینو شرایطو په اساس ترسره کیږي.

هغه وویل، «که مخکې تر مخکې شرایط برابر شي، مونږ به د تل لپاره په افغانستان کې په پاتې کېدلو تاکید ونه کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500