مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۱۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په سمنګان ولایت کې د درې محلي قوماندانانو په ګډون ۱۸ تنه طالب اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۱مه/ په روی دو آب ولسوالۍ کې ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو ۱۱ تنه طالب جنګیالي ونیول او د اورپکو اړوند وسلې او یوه عراده یې ونیول.
طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.