غني له طالبانو څخه وغوښتل چې د افغانانو د ارادې درناوی وکړي

سلام ټایمز

کابل -- ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۱۵مه/ په طالبانو غږ وکړ چې تېره اونۍ په کابل کې په لویه جرګه کې د راټولو شویو افغانانو د سولې غوښتنو ته دې درناوی وکړي.

غني په فېسبوک خپاره شوي یوه ویډیوي پیغام کې وویل چې طالبان باید دا ور یاده کړي چې روژه یوه د سولې او روغې جوړې میاشت ده.‌

هغه وویل، «زه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوم چې دې میاشتې او د خلکو له خوا د سولې او روغې جوړې غوښتنو ته چې په مشورتي لویه جرګه کې منعکسې شوې، درناوی وکړي.»

د هېواد له بېلابېلو برخو څخه له ۳۰۰۰ څخه ډېر استازي د غوایي په ۹ - ۱۳مه په کابل کې راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې اوربند اعلان کړي او خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

طالبانو ویلي چې هغوی به هېڅکله هم په لویه جرګه کې شوې پرېکړې یا فیصلې «قبولې» نه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500