دوو له وخت نه مخکې چاودنو د طالبانو قوماندان او د چاودېدونکو توکو پوه ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۲۵مه/ وویل چې له وخت نه مخکې بمي چاودنو په بغلان او لوګر ولایتونو کې په دوه جلا جلا پېښو کې د طالبانو یو قوماندان او د یادې ډلې یو غړی چې ویل کیږي د چاودېدونکو توکو متخصص وو،‌ ووژل.

وزارت په اعلامیه کې د پېښې د وخت په هکله له جزیاتو ورکولو څخه پرته لیکلي چې د ابوبکر په نامه د طالبانو قوماندان هغه وخت ووژل شو چې هڅه یې کوله د بغلان ولایت د ډنډ شهاب الدین ولسوالۍ په خلځي کلي کې یو د سړک د غاړې بم ښخ کړي.

وزارت په یوه جلا اعلامیه کې ویلي چې یوې بلې له وخت نه مخکې چاودنې د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۲۴مه/ د طالبانو یو بم جوړوونکی چې هڅه یې کوله د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په خواجه انګور کلي کې یو د سړک د غاړې بم انتقال کړي، وواژه.‌

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500