هوایي بریدونو په فاریاب کې ۱۰ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۳۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې هوایي بریدونو په فاریاب ولایت کې لږ تر لږه ۱۰ تنه طالب اورپکي ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه بریدونه د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۲۹مه/ د دولت اباد ولسوالۍ په درې بېلابېلو برخو کې ترسره شول.

اعلامیه زیاتوي چې ملکي خلکو ته هېڅ زیان ور ونه رسېد.

اعلامیه وایي چې له دې جلا د طالبانو یوه هاوان د ماشومانو او زړو سړیو په شمول لږ تر لږه ۱۵ ملکي کسان چې په المار ولسوالۍ کې د روزه ماتي لپاره راټول شوی ول، ټپیان کړل.

چارواکو وویل چې ټپي شوي کسان په روغتون کې بستر شول او زیاته یې کړه چې د ۸ کسانو حالت جدي دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500