امنیتي ځواکونو په بدخشان کې د طالبانو د مشرانو په شمول ۲۹ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

بدخشان -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۱۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل،‌ چې افغان امنیتي ځواکونو په بدخشان ولایت کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۹ تنه اورپکي ووژل.

د اعلامیې په اساس، افغان ځواکونو د تاشکان ولسوالۍ په ملنګان کلي کې عملیات ترسره کړل، چې ۱۴ تنه اورپکي یې ووژل او ۲۵ تنه نور یې ټپیان کړل.

اعلامیه زیاتوي، چې په کوهستان ولسوالۍ کې په جلا نښتو کې ۱۵ تنه نور اورپکي ووژل شول او ۷ تنه ټپیان شول.

اعلامیه وایي، چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو مشران، چې د عبدالباري، مولوي عطاءالله او مولوي هدایت الله په نومونو یاد شوي، شامل دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500