افغان ځواکونو په غزني کې د طالبانو د برید هڅه شنډه کړه

ای اېف پي

غزني -- چارواکو د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱/ وویل چې افغان امنیتي ځواکونو یو هاموي چې طالبانو غلا کړی او په چاودېدونکو توکو سمبال کړی وو ویجاړ کړ او په دې توګه یې داسې یوه حمله چې کېدای شي ډېره ناوړه وای، شنډه کړه.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل،‌ یاده زغره واله عراده چې د غزني ښار دروازو ته په منډه وه د امنیتي ځواکونو له خوا تر تعقیب لاندې وه.

هغه وویل، «وروسته له هغه چې هغه د امنیتي ځواکونو په اشاره ونه درېدله، هغوی ډزې پرې وکړې چې لومړی یې ټایرونه وویشتل او بیا یې په راکټ وویشتله.»

طالبانو د وټس آپ په یوه پیغام کې ادعا کړې چې د چارشنبې په ورځ یې د دغه برید هڅه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې په هاموي کې دننه څلور تنه اورپکي ووژل شول.‌

ځایي چارواکو وویل چې په چاودنه کې دوه ملکي کسان او دوه د افغان امنیتي ځواکونو غړي هم ووژل شول.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند احمدخان سیرت ای اېف پی ته وویل، «لس تنه ملکي کسان او پنځه امنیتي سرتېري ټپیان شول.»

په افغانستان کې تر دې مخکې هم ډېر مرګوني بریدونه داسې شوي چې لومړی اورپکو یو هاموي یا بله عراده له یوه هدف ځای څخه بهر چولی چې هغه امنیتي ځواکونه چې ساتنه یې کوي ووژني او بیا وسله وال دننه برید وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500