د ملي امنیت ریاست په کابل کې د طالبانو ۲۵۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد ونیول

سلام ټایمز

کابل -- خامه پرېس راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۷ مه/ په کابل کې د طالبانو اړوند ۲۵۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد کشف کړل.‌

د ملي امنیت ریاست له خوا خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي چې سرتېرو دغه چاودېدونکي مواد په مرکز کې په بګرامیو ولسوالۍ کې په یوه لارۍ کې ونیول، او زیاتوي چې اورپکو پلان درلود چې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې او موټربمونه ترې جوړ کړي.‌

چارواکو وویل چې امنیتي ځواکونو د دغې نیونې په ارتباط درې مشکوک کسان ونیول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500