افغانانو د اختر په ترڅ کې د اوربند غوښتنه وکړه

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیور راپور ورکړ چې د جوزجان او پکتیا ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي او دیني عالمان د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۳مه/ راټول شول چې له طالب اورپکو څخه وغواړي څو د کوچني اختر په ترڅ کې په یوه اوربند موافقه وکړي.

په افغانستان کې به اختر د سې شنبې یا چارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه یا ۱۵مه) پیل شي.

د جوزجان یوه دیني عالم احمد شاه وویل، «د روژې په ترڅ کې چې یوه مقدسه میاشت او د سولې او مرحمت میاشت ده تاوتریخوالی زیات شو.»

هغه وویل، «دلته په غونډه کې له جګړه مارو ډلو څخه د مشرانو او عالمانو یوازنۍ غوښتنه دا ده چې هغوی باید لږ تر لږه د اختر په ترڅ کې ... چې د مسلمانانو لپاره د خوښۍ ورځې دي اوربند وکړي.»

د پکتیا یوه اوسېدونکي عبدالله سیال چې په ګردېز کې یې په غونډه کې برخه اخیستې وه وویل، «مونږ یو تلپاتې اوربند او سوله غواړو. مونږ پر طالبانو غږ کوو چې د اختر په ترڅ کې د تېر کال په څېر سوله اعلان کړي.»

طالبانو تېر کال د اختر په ترڅ کې یو بې سابقېدرې ورځنی اوربند وکړ.

خو د افغان سیاسي قشر د بېلابېلو برخو د مشرانو له مکررو غوښتنو سره سره هم په مسکو کې د طالب استازو او افغان سیاستوالو تر منځ له یوې غونډې څخه درې وروسته د اورپکو ډلې د کوچني اختر په ترڅ‌ کې د اوربند تطبیقول رد کړل.

د ای اېف پي د راپور له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یوه پیغام کې وویل، «هیڅوک دې داتمه نه راڅخه کوي چې خپل هدف ته تر رسیدو مخکې به د جهاد ګرم سنګرونه ساړه او ۴۰ کلنې قربانۍ هیرې کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500