افغان ځانګړیو ځواکونو په غزني کې د طالبانو په زندان کې بند ۹ کسان وژغورل

سلام ټایمز

غزني -- د افغان ځانګړیو عملیاتو قوماندانۍ په وینا، افغان ځانګړیو ځواکونو په غزني ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له یوه زندان څخه لږ تر لږه ۹ تنه بندیان را ازاد کړل.

په اعلامیه کې راغلي چې افغان ځواکونو دغه عملیات د سې شنبې په شپه /د غبرګولي ۱۳مه/ ترسره کړل.

په ژغورل شویو کې پنځه نظامي منسوبین او څلور ملکي کسان شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500