په غزني کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳۳ طالب اورپکي ووژل شول

سلام ټایمز

غزني -- ولایتي ادارې وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو چې د هوایي ځواک ملاتړ ورسره وو، په جلا جلا پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۳ تنه طالب اورپکي ووژل او ۵ نور یې ونیول.

د والي ادارې د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۱۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې ۵ تنه اورپکي د چارشنبې په ورځ‌ /د وږي ۱۳مه/ وروسته له هغه ووژل شول چې افغان ځواکونو د غزني ښار په منصور سیمه کې عملیات ترسره کړل.

اعلامیه زیاتوي چې عسکرو لږ تر لږه ۵ نور اورپکي ژوندي ونیول.‌

د والي ادارې د چارشنبې په ورځ وویل چې له دې جلا، افغان ځانګړیو ځواکونو چې د هوایي ځواک ملاتړ ورسره وو په اندړ، ده یک او قره باغ ولسوالیو او همدارنګه په غزني ښار کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۲۸ تنه طالب جنګیالي ووژل.‌

دغې ادارې زیاته کړه چې افغان سرتېرو د عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو اړوند یو موټر او دوه د وسلو ډیپوګان ویجاړ کړل.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500