زابل -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې په زابل ولایت کې پولیسو د سې شنبې په شپه /د غبرګولي ۲۰مه/ د دای چوپان ولسوالۍ په مرکز د طالبانو یو همغږی شوی برید شاته وتمباوه او لږ تر لږه ۴۵ تنه اورپکي یې ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو تش په نامه ولسوال مولوي عبدالباري او دوه نور محلي قوماندانان شامل دي.
اعلامیه زیاتوي چې لږ تر لږه ۲۰ تنه طالب جنګیالي ټپیان شول.
په ټوېټر طالبانو ادعا کړې چې هغوی د ولسوالۍ مرکز نیولی او یوازې دوه جنګیالي یې وژل شوي دي.