افغان ځواکونو په فاریاب کې د طالبانو له خوا نیول شوې ولسوالي بېرته ونیوله

سلام ټایمز

کابل -- د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان کمانډو ځواکونو د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۴مه/ په فاریاب ولایت کې د بلچراغ ولسوالي له طالب اورپکو څخه بېرته ونیوله.

وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، دغه ولسوالي له تېر کال راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې وه.

اعلامیه زیاتوي چې اورپکو د بلچراغ ځینې اوسېدونکي یرغمل نیولي، ښوونځي یې بند کړي او له ځایي خلکو څخه یې په زور پیسې اخیستلې.‌

بلچراغ درېیمه ولسوالي ده چې افغان ځواکونو له یوې میاشتې څخه په لږ وخت کې له طالبانو څخه بېرته ونیوله.‌د دفاع وزارت د غبرګولي په ۱۷مه وویل، افغان سرتېرو په غزني ولایت کې له یاغیانو څخه د ده یک او خواجه عمري ولسوالیو کنټرول ترلاسه کړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500