مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په فاریاب ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو قوماندان مولوي جندالله له ۱۸ نورو یاغیانو سره یوځای وواژه.
اردو د عملیاتو د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل چې لږ تر لږه ۹ نور اورپکي وروسته له هغه ټپیان شول چې افغان ځواکونو په بلچراغ ولسوالۍ کې د هغوی پټنځای په نښه کړ.
طالبانو په دې هکله په سملاسي توګه څه نه دي ویلي.