افغان ځواکونو په هلمند کې ۷ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

هلمند -- د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هلمند ولایت کې لږ تر لږه ۷ تنه طالب اورپکي ووژل.

وزارت د عملیاتو د وخت په هکله د جزیاتو له ورکړې څخه پرته وویل چې دغه عملیات په سنګین ولسوالۍ کې ترسره شول.

اعلامیه زیاتوي چې عسکرو د اورپکو یوه د وسلو ډیپو ویجاړه کړه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500