ایران له اتومي تړون څخه د سرغړونو په لړ کې له حد نه ډېر یورانیم غني کړي دي

سلام ټایمز او ای اېف پي

تهران -- اېسنا نیمه رسمي خبري اژانس راپور ورکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۰مه/ وویل چې د ایران د غني شویو یورانیمو ذخیرې له هغه حد څخه اوښتې دي چې د ۱۳۹۴ په تړون کې ورته ټاکل شوی وو.‌

ظریف اېسنا ته وویل، «ایران د خپل پلان په اساس د ۳۰۰ کیلوګرامو له حد څخه تېر شوی دی.»

تهران د غوایي په ۱۸مه اعلان وکړ چې دغه هېواد به نور هغه حد په پام کې ونه نیسي چې د هغه د غني شویو یورانیمو او د درنو اوبو د ذخیرو لپاره ورته ټاکل شوی دی.

د ایران حکومت همدارنګه ګواښ کړی چې که په هوکړه کې ښکېل ځانګړي هېوادونه د بندیزونو او په ځانګړې توګه د دغه هېواد د تېلو په خرڅانه لګېدلو بندیزونو په لیرې کولو کې ورسره مرسته ونه کړي هغوی لا نورې اتومي ژمنې تر پښو لاندې کړي.‌

دغه خبرونه د هغو سختو ترینګلتیاوو په ترڅ کې وروسته له هغه مخته راځي چې ایراني ځواکونو د نړۍ والو اوبو په سر یوه بې پیلوټه امریکایي الوتکه وویشتله او د هورموز تنګي سره نژدې یېد تېلو په څو ټانکرونو بریدونه ترسره کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500