افغان ځواکونو په کندهار کې ۱۶ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کندهار -- د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۰مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۱۶ تنه طالب اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي چې سرتېرو دغه عملیات د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۹مه/ په ارغستان ولسوالۍ کې ترسره کړل.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500