افغان ځواکونو په فاریاب کې ۱۳ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

فاریاب -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په دوه جلا جلا عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه طالب اورپکي ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي چې یوه نښته د دوشنبې په ماښام /د چنګاښ ۲۴ مه/ د افغان ځواکونو او طالب جنګیالیو تر منځ په پښتون کوټ ولسوالۍ کې پېښه شوه چې ۱۱ طالب اورپکي په کې ووژل شول. لږ تر لږه ۷ نور ټپيان شول.

په همدې اعلامیه کې راغلي چې له دې جلا، افغان توپچي قواوو د دوشنبې په ورځ په دولت اباد ولسوالۍ کې طالبان په نښه کړل، چې دوه کسان یې ووژل او لږ تر لږه ۶ تنه ازبکان چې د اورپکو تر څنګ یې جنګ کاوه ټپیان کړل.

اعلامیه زیاتوي چې د افغان ځواکونو لږ تر لږه ۵ غړي ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500