د ایتلاف ځواکونو په غزني کې 'نفوذي دښمن' په ډزو وواژه

ای اېف پي

غزني -- چارواکو وویل چې د ناټو په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۶ مه/ په غزني ولایت کې وروسته له هغه ډزې پیل کړې چې «د دښمن یوه نفوذي کس» یو افغان قوماندان وواژه.

د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې په غزني ولایت کې د افغان ملي اردو د ۳مې لوا قوماندان ډګروال متین مجتبی په قره باغ ولسوالۍ کې یوه امنیتي ارزونه ترسره کوله چې یوه افغان عسکر ډزې پيل کړې.

په اعلامیه کې راغلي چې مجتبی «د اردو د یوه عسکر له خوا چې په حقیقت کې د دښمن یو نفوذي کس وو ووژل» شو.‌

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي امان الله کامراني وویل چې مجتبی څرخکې ته په ختلو وو چې قاتل ډزې پیل کړې.

کامراني ای اېف پي ته وویل، «بریدګر د امریکایانو په ځوابي ډزو کې ووژل شو».

طالبانو د پېښې پړه منلې ده.‌

د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت وویل چې هېڅ امریکایي یا ایتلافي عسکر نه وژل شوي او نه ټپیان شوي دي.‌

چارواکو د چارشنبې په ورځ وویل چې له دې جلا طالبانو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۴مه/ په بادغیس ولایت کې لږ تر لږه ۲۰ افغان کمانډو سرتېري ووژل.‌

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي وویل، کمانډویانو ته آب کمري ولسوالۍ ته له الوتلو څخه وروسته کمین نیول شوی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500