د سړک د غاړې بم په غزني کې ۳ امریکایي عسکر ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

کابل -- د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د سړک د غاړې یوه بم د سې شنبې په ورځ /د لیندۍ ۶ مه/ په غزني ولایت کې درې امریکایي عسکر ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي، «درې امریکایي عسکر هغه وخت ووژل شول او درې نور ټپیان شول چې یوه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله د لیندۍ په ۶ مه له غزني ښار سره نژدې وچاودېدله. یو امریکایي قراردادي هم ټپي شو.»

دغه تلفات څو ورځې وروسته له هغه رامنځته شول چې د شنبې په ورځ /د لیندۍ ۳ مه/ په نیمروز ولایت کې یو بل امریکایي عسکر ووژل شو.‌

د ناټو یوې اعلامیې د سې شنبې په ورځ وویل، یوې ابتدایي څېړنې وښودله چې دغه عسکر «احتمالاً زمونږ د ملګري افغان ځواک له خوا په خطایۍ کې ویشتل شوی وو»، او زیاته یې کړه چې دغه «غمجنه» پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې افغان سرتېرو او جاسو عسکر د القاعدې د اورپکو پر ضد جګړه کوله.‌

اعلامیه، چې عسکر د بریدمن جاسو په نامه یادوي او لومړی نوم یې نه ذکر کوي، زیاتوي، «داسې څه شواهد نشته چې وښیي چې هغه په قصدي توګه ویشتل شوی دی،»

په افغانستان کې د ناټو جیګپوړي امریکایي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وویل، جاسو «زمونږ له ملت څخه د دفاع په لاره کې، او زمونږ له افغان شریکانو سره یوځای د القاعدې پر ضد جګړه کې» ووژل شو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500