د افغانستان په ختیځ کې په عملیاتو کې افغان او امریکایي عسکرو ته تلفات ور واوښتل

سلام ټایمز

کابل -- د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۱۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې څو افغان او امریکایي عسکر د افغانستان په ختیځ کې په جنګي عملیاتو کې ووژل شول او نور ټپیان شول.

په اعلامیه کې راغلي، چې یو امریکایي عسکر ووژل شو او یو بل ټپي شو.

د اعلامیې په اساس،‌ څو افغان امنیتي پرسونل ووژل شول یا ټپیان شول.

په اعلامیه کې د نښتې د ځای په هکله معلومات نه دي ورکړل شوي.

د قاطع ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن وویل، «زه او په افغانستان کې امریکایي ځواکونه زمونږ د وژل شویو او ټپي شویو ملګرو کورنیو ته تسلیت وایو،»

هغه وویل، «په جګړه کې د هغوی او د افغان شریکانو، چې دواړه اوږه په اوږه سره جګړه کوي، زړورتیا به زمونږ او د تاریخ په زړه کې نقش شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500