ناټو: په افغانستان کې ۲ امریکایي عسکر ووژل شول

ای اېف پي

کابل -- د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت وویل، دوه امریکایي عسکر د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۵ مه/ په افغانستان کې ووژل شول.

دغه ماموریت نور جزیات نه دي ورکړي، خو دا مړینې له ۲۴ ساعته څخه لږ وروسته له هغه پېښې شوې چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه نه اعلان شوي سفر کابل ته راغی او ویې ویل چې هغه هیله لري «د وږي له ۱۰مې» څخه مخکې له طالبانو سره یوه د سولې هوکړه وشي.

د قاطع ملاتړ ماموریت په یوه اعلامیه کې وویل، «د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د پالیسۍ په اساس، د عسکرو نومونه تر ۲۴ ساعتونو پورې څو چې خپلوانو ته یې خبر ورکول کیږي پټ ساتل کیږي.»

طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا وکړه چې هغوی د چارشنبې په ورځ د میدان وردک ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې دوه امریکایي عسکر ووژل، خو ناټو سمدلاسه تایید نه کړه چې آیا دغه هماغه برید دی.

په دې مړینو سره په سږ میلادي کال کې په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي عسکرو شمېر ۹ ته ورسېد، په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۱۸ کال کې ۱۲ کسان وژل شوي وو.

پومپیو وویل، دغه برید څرګنده کړه چې په افغانستان کې باید د تاوتریخوالي سطحه راټیټه کړای شي.

هغه د چارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل، «زه فکر کوم چې دا زمونږ لپاره په دې اړتیا زور اچوي چې په هغه ماموریت کې بریالي واوسو چې مونږ په افغانستان کې د پخلاینې لپاره پیل کړی دی... څو د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي، افغانانو ته په پراخه کچه او امریکایي عسکرو ته د ورپېښو خطرونو سطحه راټیټه کړای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500