په افغانستان کې ۲ امریکایي عسکر ووژل شول

ای اېف پي

کابل -- ناټو وایي، په افغانستان کې ۲ امریکایي عسکر د جمعې په ورځ /د وري ۲مه/ ووژل شول.

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت به د عسکرو په هکله په سملاسي توګه جزیات خپاره نه کړي خو ویلي یې دي چې هغوی په دغه هېواد کې د نامعلومو «عملیاتو» په ترڅ کې وژل شوي دي.

ناټو په یوه اعلامیه کې وویل، «د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د پالیسۍ په اساس، د وژل شویو امریکایي عسکرو نومونه، تر ۲۴ ساعتونو پورې څو چې د هغوی خپلوان خبر کړای شي، پټ ساتل کیږي،»

دا وژنې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې چاودنو په کابل کې لږ تر لږه ۶ افغانان ووژلاو داعش یې مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500