کابل -- د متحده ایالاتو د مجربو عسکرو یو غونډ په وروستیو ورځو کې افغانستان ته را ورسېد چې خپلو افغان شریکانو ته د روزنې یو نوی ډول -- او همدارنګه انګېزه -- ورکړي.
د امنیتي ځواک په لومړي مرستندوی غونډ (SFAB) کې ډېرو عسکرو په افغانستان کې جنګي ماموریتونه ترسره کړي، له خصوصي روزنې څخه وروسته یوه اندازه په پښتو یا دری خبرې کوي -- او اوس یې ځانونه په رضاکار ډول بیا ستنېدلو ته تیار کړي دي.
دا واحد د تلې په میاشت کې جوړ او د سلواغې په ۱۹مه فعال شو.
په کابل کې د ناټو د قاطع ماموریت یوه ویاند او د سمندري ځواک جګړن ټام ګرېسبک ای اېف پي ته وویل، «هغوی دلته راځي ځکه چې هغوی دې ماموریت ته لېوالتیا لري،»
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت له لسیزو راهیسې په بېلابېلو شخړو کې شریکباڼو ځواکونو ته روزنه ورکړې، او په وروستیو کلونو کې د داعش پر ضد د محلي ځواکونو بریالیتوبونو دغه قاعده بریالۍ ثابته کړې ده.
شریکباڼي په لومړیو کرښو کې
هغه څه، چې د امنیتي ځواک مرستندوی غونډ (SFAB) له پخوانیو هغو څخه جلا کوي، دا دی چې امریکایي عسکر په کې د تېرو کلونو د روزونکیو په نسبت د جګړې له لومړیو کرښو سره د نژدې ګزمې کولو هوډ لري -- او په دې توګه هغوی له ډېر خطر سره مخامخوي.
هغوی به له افغانانو سره مرسته وکړي چې د نښه ویشتنې او د وسلو په برخه کې د روزنې په شمول بېلابېل مهارتونه پیاوړي کړي، او نظامي ډاکتران به افغان شریکباڼو ته دا وروښیي چې د جګړې په ډګر کې د ور رسېدلې ضربې په وړاندې څنګه په بهتر ډول چلند وکړي.
او، مهمه دا چې، افغانان به دا زده کړي چې څنګه د هوایي بریدونو غوښتنه وکړياو څنګه د ځمکنې د پاکونې عملیات ترسره کړي.
ګرېسپک وویل، «هدف دا نه دی چې د افغانانو لپاره جنګ وشي بلکې دا چې دغه د افتخار وړ عسکر داسې وروزل شي چې هغوی وګوري چې هغوی څنګه د خپلو ځانونو لپاره جنګ وکړي،»
لس، لس امریکایي عسکر به د کنډک په سطحه سره یوځای شي -- کنډکونه معمولا له ۳۰۰ - ۴۰۰ عسکرو څخه تشکیل شوي وي -- او هغوی به د هلمند او ننګرهار ولایتونو په شمول، چې طالبان او داعش په کې جنګونه کوي، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ځای پرځای شي.
د ناټو او امریکا له خوا د افغان ځواکونو روزنه تر ډېره د کمانډو له خوا ترسره کیږي او د معمول واحدونو په نسبت د افغانستان په ځانګړیو ځواکونو باندې متمرکزه ده.
د ۲۰۱۴ تر پایه پورې، په افغانستان کې ډېر امنیت د ناټو عسکرو نیولی وو، خو په ۲۰۱۵ کال کې، د لویدیځو ځواکونو له وتلیو څخه وروسته، دا مسؤلیت پخپله افغان عسکرو ته وسپارل شو.
د طالبانو په شا تمبول
امریکایي مبصران وایي، چې د امنیتي ځواک مرستندوی غونډ (SFAB)چې د هوایي بریدونو ګړندیتوب ورسره مل وي،او د پاکستان په شمول د سیمې لپاره یوه پراخه ستراتیژي، به له افغانانو سره مرسته وکړي چې طالبان په شا وتمبول شي.
چارواکي وایي چې د افغان وګړو ۶۴٪ په داسې سیمو کې ژوند کوي چې اوس د افغان حکومت له خوا کنټرولېږي، ۱۲٪ د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسېږي او پاتې نور په داسې سیمو کې اوسېږي چې کشمکش پرې روان دی.
هغوی داسې هدف نیولی چې په دوه کلونو کې دننه د حکومت تر کنټرول لاندې وګړو شمېر ۸۰٪ ته پورته کړي.
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس په وروستیو کې وویل، «ما د روزنې د پروګرام کتنه کړې ده،»
«تر ټولو مخکې، د تجربې او انتخاب په برخه کې د دغو عسکرو کیفیت، او دویم، روزنه ماته ډېر اطمینان راکوي.»