افغان ځانګړیو ځواکونو په کندوز کې د طالبانو له زندان څخه ۱۵ بندیان وژغورل

سلام ټایمز

کندوز -- د ځانګړیو عملیاتو قول اردو د دوشنبې په ورځ /د وږي ۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو په کندوز ولایت کې د طالبانو له حبس څخه ۱۵ بندیان ازاد کړل.‌

د ځانګړیو عملیاتو قول اردو په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه عملیات یکشنبه /د وږي ۳مه/ د شپې له مخې په امام صیب ولسوالۍ کې ترسره شول.

اعلامیه زیاتوي چې ازاد شوي کسان د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې کار کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500