د امریکایي ځواکونو له خوا پر طالبانو د بریدونو په زیاتېدلو سره د دغې ډلې موټربمي برید په کابل کې ۴ کسان ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

کابل -- د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې یوه موټربمي برید چې طالبانو یې د ترسره کولو مسؤلیت منلی دی د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۲۱مه/ په کابل کې د افغان ځانګړیو ځواکونو لږ تر لږه ۴ غړي ووژل.

وزارت وویل چې بمي بریدګر د کابل په جنوبي برخه کې د افغان ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو قول اردو په نښه کړه. درې نور عسکر ټپیان شول.

دغه برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وعده وکړه چې طالبان به له بل هر وخت څخه «ډېر سخت» وځپي.

ټرمپ چې د چارشنبې په ورځ /د وږي ۲۰مه/ یې د متحده ایالاتو په دفاع وزارت کې د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو په مناسبت خبرې کولې، د طالبانو پر ضد د پوځي برید د بې مخینې ډېرښت اعلان وکړ.

هغه وویل، «د تېرو څلورو ورځو» په ترڅ‌ کې امریکایي ځواکونو «دښمن د تېر هر وخت په نسبت ډېر سخت ځپلی او دا کار به دوام ومومي.»

د دغو یرغلیزو بریدونو ماهیت په سملاسي توګه معلوم شوی نه دی، خو ټرمپ وویل چې د بریدونو حکم وروسته له هغه وشو چې هغه د اونیزې رخصتۍ پر وخت له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500