کاپیسا -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د تلې ۱۰مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د طالبانو له خوا د ښځ شوي یوه بم چاودنې په کاپیسا ولایت کې د یوې کورنۍ ۶ غړي ووژل.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وویل، دا پېښه د چارشنبې په ورځ په نجراب ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
شورش د سرک د غاړې بم د ښخولو پړه په طالبانو باندې ور واچوله.
طالبانو په سملاسي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي.