کابل -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یکشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) په کابل کې وو. نوموړي دلته، د ولسمشر اشرف غني په شمول جیګپوړو افغان چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
خلیلزاد کابل ته په داسې حال کې را ورسېد چې اعلان وشو چې د ولسمشرۍ د وروستیو انتخاباتو پایلې به د نژدې یوې میاشتې په مخه وځنډېږي.
د غني ویاند صدیق صدیقي وویل، "خلیلزاد له ولسمشر سره وکتل او هغه ته یې د خپلو وروستیو فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل. د هغه د نظریاتو او د سولې لپاره د افغان حکومت د موقف په هکله خبرې اترې وشوې."